اقتصاد

په کونړ کې داوبولګولو دکانال جوړولو کار پيليږي

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :

دافغانستان په ختيځ  کونړ ولايت کې  داوبولګولو  ديوکانال  دجوړولو کار په نږدي راتلوونکي کې پيليږي .

مسوولين وايي ددغه سترکانال په جوړولو سره دهيواد په څلورو ختيځو ولايتونو کې دکرنې  زرګونه جريبه ځمکې په خړوبولوبرسيره ددغو ولايتونو اوسيدونکي به له بريښنا څخه هم ګټه واخلي .

ټاکل شوې ده دغه  بند دشپږنوي کيلومترو په اوږدوالي  دکونړپه سيندجوړشي .

دکونړ ولايت داوبو دتنظيم رييس رشيدالله زلمي باختراژانس ته وويل  چې دغه ستر بند دکونړولايت  دڅوکۍ له ولسوالۍ  څخه پيليږي  اودتونل په کيندلو سره به د ګمبيري ترساحې  اودننګرهار ددرونټي  دبريښنا بند ترکاسي پورې وغځول  شي .

ويل کيږي  چې دانرژي او اوبو وزارت ددغه بند دبشپړولو لپاره  څلور سوه لس مليونه ډالره بيل کړي دي .

دکونړ ولايت داوبودتنظيم رييس وويل  دغه کانال  به له جوړ ولو وروسته  دزرګونه  جريبه زراعتي ځمکو دخړوبولو وړتياولري او دغه راز ددستګاه په درولو سره  به پر زرګونو  کورنۍ دهغه   له بريښنا څخه ګټه واخلي  .

د دغه  کانال  دسروي  کار ديو ايراني شرکت په مرسته پيل شوى دى  او دمسوولينو دڅرگندونوله مخې  دجوړولو کار به يې ډير ژر پيل شي  .

دکونړ ، ننګرهار ، لغمان اونورستان دولايتونو خلکو به دهغه له بريښنا اودکرنې له اوبو څخه ګټه واخلي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته