فرهنګ

جمهوررئیس غني پنځه قلمه تاریخي آثار ملي موزیم ته وسپارل

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان ملي موزیم ته د پنځه قلمه تاریخي آثارو د سپارلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي وویل، په دغو تاریخي آثارو کې  د غازي امان الله خان د وخت (۱۳۰۱ل ) توره، د نولسمې پېړۍ ښځينه جیبي ګلدوزي شوی بکس، دوه د بریتانوي هند د کمپنۍ سیکې او همدارنګه د بریتانوي هند د شلمې پېړۍ د لومړیو یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو شامل دي. 
وروسته صفي الله پاچا د افغانستان د ملۍ خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان د وخت توره او همدارنګه حبیب الرحمن نوري د شلمې پېړۍ یو ښځینه جیبي بکس، د بریتانوي هند د کمپنۍ دوه سکې، د بریتانوي هند یو لسګون بانکنوټ او یو انګلیسي چاقو جمهوررئیس ته ډالۍ کړل.
جمهوررئیس غني له دواړو څخه په مننې د دوی  دغه لوی قدم او ملي احساس د قدر وړ وباله او مسوولینو ته یې د صفي الله پاچا او حبیب الرحمن نوري د تقدیرولو لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې او د افغانستان د ملي موزیم رئیس ته د دغو تاریخي آثارو دسپارلو پرمهال د هغو د خوندي ساتلو لارښوونه وکړه.
هغه زیاته کړه: د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ملي موزیم او درېیم پوړ به یې دولتي مراسمو ته ځانګړی شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د وخت توره دا مانا چې دا وطن زموږ نیکونو او غازیانو په خپلو تورو او سرونو ساتلی او دا د هغوی د سرښندنو نښه ده.
هغه زیاته کړه: غازي امان الله خان په هېواد کې د اولني بانکنوټ په رواجولو سره د سکو انتقال اسانه کړ.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته