ټولنه

په سمنګانو کې پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وړاندې شوې .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
په سمنګانو کې دولسي تړون دپروګرام يوولس پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه پروژې چې دکرنيزو اوبو دديرشو کيلومترو په اوږدوالي  دکانال او داووه سوه اوولسو مترو په اوږدوالي  دهغه دساتينيز ديوال  جوړول   پکې شامل دي  دکليو  دبياجوړولو اوپراختيا  وزارت له بودجې  څخه دديرشو مليونو افغانيو په لګښت  دخرم سارباغ ولسوالۍ ددرې په کليو کې  پلې شوې دي  .
سرچينې  زياته کړه  چې دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې کابو دوه زره اته سوه  کورنيو ددغوپروژو له ښيګڼو   څخه ګټه واخسته .
دخرم سارباغ ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکو دکرنيزو اوبو ددغو کانالونو د پخيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې  ددغو پروژو په پلي کيدو سره ددوى دکرنيزوځمکو دخړوبولو ستونزې لرې شوې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته