ښوونه او روزنه

په زابل کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړيږي

قلات/ باختر/ د کب د میاشتې ۲۷ مه
د زابل ولایت د مرکز قلات ښار په سینک سیمه کې د ۲۲میلیونو افغانیو په لګښت د نجونو لپاره ښوونځی رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې یاد ښوونځی په دوو پوړونو کې جوړیږي چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د زابل والي رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، هڅې یې پیل کړې څو د پوهنې په برخه کې پرتو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او له خلکو یې هیله وکړه چې خپل بچیان په ښوونځیو کې شامل کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته