فرهنګ

ذبیح الله مجاهد؛ د دوو فدراسیونونو شتون د رسنیو ترمنځ د نا سالم رقابت لامل کېږي

کابل/ د سلواغې ٩ / باختر:
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ فعاليت لري، بل فدراسیون ته اړتیا نشته.
ذبيح الله مجاهد په ټويټ کې د”وضاحت “ترعنوان لاندې ليکلي دي “په داسې حال کې چې اوسمهال په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ فعاليت لري د یوبل فدراسیون اړتیا چې زياتره غړي یې په وروستیو کلونو کې له افغانستانه وتلي او یا يې له فعاليت څخه لاس اخيستي دي مناسب نه دی او د رسنیو ترمنځ د نا سالمې سیالۍ لامل ګرځي.”
هغه زياته کړه، که رسنۍ خپل عادي فعاليت ته دوام ورکوي، بايد خپل جوازونه نوي کړي، پخواني ماليه ورکړي او د رسنيو د قوانينو په چوکاټ کې په سالم او واقعي چاپېريال کې فعاليت وکړي.
دغه څرګندونې د افغانستان د خبريالانو د فدراسيون د خبرې غونډې د بنديز په اړه د راپورونو په غبرګون کې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په پام کې لاره چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه یوه خبري غونډه جوړه کړي ، دغه غونډه جوړه نه شوه، د دغه فدراسیون مسوولین وايي چې د اسلامي امارت مسوولین د دوی د غونډې مخه ونيوله.
خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په داسې حال کې چې د رسينو يو فعال فدراسيون له پخوا په کابل کې شتون لري، ، د بل فدراسيون د اعلام او د هغو رسنيو د غړيتوب په اړه چې له کلونو راهيسې تړل شوى او چارواکي يې له هېواده تښتېدلي دي، يو مثبت ګام نه دى .
مجاهد زیاته کړه چې دا ډول اقدام به د رسنیو تر منځ د نا سالمې سیالۍ لامل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته