ټولنه

يوه ميرمن په سرپل کې د خپل ميړه له خوا ووژله شوه

سرپل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢ :
يوه ښځه پرون مازيګر د سرپل ولايت په مرکزکې د خپل ميړه له خوا ووژله شوه.
د سرپل ولايت د ښخو دچارو رئيسې نسيمې آرزو ددغه خبر په تائيدولوسره وويل  چې دغه ښځه د سرپل ولايت د مرکز چشمه شفا د نواباد په  کلي کې د خپل ميړه له خوا په بېرحمانه ډول وژله شوې ده .
دې وويل: د مقتولې ميړه تښتيدلى او پوليس د هغه د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته