ورزش

دهيواد دشپاړلس کلني څخه ښکته دځوانانو دکرکټ ملي ټيم اتل شو .

کابل باختر  دلړم  اوومه :
دهيواد دشپارلس کلنى څخه ښکته دځوانانو دکرکټ ملي ټيم دآسيايي جام دسياليو اتل شو .
دهيواد دکرکټ  بورد ويندوى فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دآسيايي جام  داتلوالي سيالي چې دوه اوونۍ مخکې دقطر  په کوربه توب  پيل شوې وې  دافغانستان ټيم وکولاى شول په وروستي  لوبه کې دهانګ کانګ  ټيم ته هم ماته ورکړي او ددغو سياليو داتلوالي  کپ ترلاسه کړي .
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې، ددغوسياليو وروستۍ لوبه دهيواد دشپاړلس کلنى څخه ښکته دکرکټ  ملي ټيم پرون مازيګر  دهانګ کانګ  له ټيم سره ترسره کړه. لوبه  لومړي دافغانستان ټيم پيل کړه اوپه پنځه څلويښتو  اورووکې يې سيال ټيم ته دوه سوه اوولس  منډې هدف وټاکه چې دهانک کانګ ټيم وکولاى شول په پنځه ويشتو اورونوکې يوازې څلور شپيته  منډې ترسره کړي او په دې ترتيب  دافغانستان  ټيم لوبه وګټله .
دافغانستان ټيم په دغوسياليو کې وکولاى شول دايران کويټ او قطر ټيمونو ته هم ماتې ورکړي .
داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت سرپرست ډاکتر سيد مخدوم رهين دهيواد دشپاړلس کلنى څخه ښکته دځوانانو دکرکټ ملي ټيم اتلوالي ټول ملت ته او په تيره بيا دهيواد دکرکټ بورد او ددغه ټيم لوبغاړو  ته مبارکي وويله او دوى ته يې دخداى ( ج )  له دربار څخه دزياتو برياليتوبونو هيله  وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته