ورزش

د کرکټ اکاډمي جوړيږي

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
په لغمان ولايت کې ورزشکارانوته د کرکټ اکاډمي جوړيږي.
ددغې اکادمۍ دجوړولو کار نن په دغه ولايت کې پيل شو .
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اکاډمۍ د کرکټ بورد د بودجې په لګښت د يونيم جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي چې په هغې کې د کرکټ د لوبغاړو د تمرين لپاره مناسب ځاى په پام کې نيول کيږي او هم د مجربو استادانو له خوا د دغې اکادمۍ برخه والو ته په فني او مسلکي برخه کې لوست ورکړ شي.
د دغې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د لسګونو تنو ورزشکارانو په ګډون د کرکټ بورد د اجراييوي رييس ډاکتر نور محمد مراد له خوا کيښودل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته