کابل باختر د مرغومي ۳مه
د پروان ولايت د توپ درې لرغونو ساحو د محافظتي خونو د جوړولو کار به ډير ژر بشپړ شي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي په داسې حال کې چې د باختر آژانس لوى مدير عبدالغفار غفوري او د فرهنګ او ګرځندوی د آمريت سرپرست او د موزيم لوى مدير عاشق الله رستم پور ورسره ملګري و، پرون د توپ درې د لرغونې ساحې د محافظتي خونو د جوړولو د کار بهير وکوت.
سره له دې چې د دغې پروژې کار په سلو کې ۹۰ پرمخ تللی دى، خو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د کار په کيفيت او له باکيفيته ساختماني توکو څخه په استفادې او د کار په ګړنديتوب ټينګار وکړ .
د دغې پروژې مسوولين وايي چې دغه خونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه د ۴۵۷ زرو افغانيو په لګښت په ۶۰ مربع متره ځمکه کې جوړيږي چې کار به يې ډير ژر بشپړ شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل