کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠ :
دکابينې يوشمير وزيران نن په غزني ولايت کې داسلامي ثقافت مرکز او څو پرمختيايي پروژې پرانيږي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : ټاکل شوې ده دلوړو زده کړو ، له نشه يي توکوسره دمبارزې ، او دښار او کور جوړولو وزيران دغزنې له والي سره دغه پروژې پرانيږي.
دغزني والي عبدالکريم متين وايي چې داسلامي ثقافت دغه مرکز د حکومت له بودجې څخه د نوولسو ميليونو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
دى وايي داسلامي ثقافت مرکز په ٥ جريبه ځمکه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دپارلمان دودانۍ په اندازه جوړشوى دى .
دغزني والي وايي داسلامي ثقافت دمرکز په پرانستلو برسيره دپوهنتون ليليه ، د روږدو کسانو ددرملنې روغتون ، دځمکني ترانسپورت تم ځاى ، اودسرپوښي بازار پروژه هم نن پرانستل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل