امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
د افغانستان د هوايي ځواکونو د ګوزارونو له امله شپږ تنه داعشيان ووژل شول او د هغوى يوه واسطه ويجاړه شوه .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د هوايي ځواکونو الوتکو نن د ننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش د ډلې په پټنځايونو بريدونه وکړل چې له امله يې شپږ تنه داعشيان ووژل شول او د هغوى په چاوديدونکو توکو بار يو سراچه موټر ويجاړ شو.
د دغو بمباريو په بهيرکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته