سیاست

دافغانستان او تاجکستان ترمنځ دهمکاريو دپراختيا په باب خبرې وشوې

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٦ : 
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن  په کابل کې  دتاجکستان جمهوريت له سفير  شرف الدين امام سره  وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د کتنې په پيل کې دتاجکستان  جمهوريت سفير  تاجکستان ته دافغانستان دبهرنيو  چارو دوزير درسمي سفرلپاره ددغه هېواد دبهرنيو چارو دوزيررسمي                       بلنليک صلاح الدين رباني ته وسپاره .
په مقابل کې  دبهرنيو چارو وزير  ددغې رسمي بلنې له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه   چې دبهرنيو چارو وزارت به  ډير ژر  دتاجکستان جمهوريت ته درسمي سفر نيټه  وټاکي.
ددغې کتنې په دوام  دواړو لورو په امنيتي ، سوداګرۍ اوترانزيت  ، دسيمه ييزي اقتصادي بنسټيزو پروژو او دقونسلي چارو په برخو کې  ددواړو هېوادونو د همکاريو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته