اقتصاد

خلک د لومړنيو اړتيا وړ توکو د بيو دلوړوالي له امله سر ټکوي

خان جان الکوزى :  پرچون پلورونکي  قيمتۍ ته لمن وهي نه ملي سوداګر
قوقندي  :  دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو دلوړوالي دمخنيوي لپاره يوه کميټه جوړه شوې ده
کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٥ :
دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو دلوړيدو له امله  دهېوادوالو له شکايتونو وروسته  دافغانستان دسوداګرۍ  اوصنايعو دخونې مرستيال وايي چې  دلومړنيو اړتيا وړ  توکو بيې ملي سوداګرو نه دي لوړې کړي.
ځينو هېوادوالو دباخترآژانس له خبريالانوسره په اړيکه کې دخلکو دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو  دلوړوالي له امله شکايت کړى دى او له اړوندو مسوولينو څخه يې غوښتي چې دروژې  په مبارکه مياشت کې دې  دپلورونکو له خوا  دبيو دلوړو والي مخه ونيسي  او هم دې په بازار کې بيې اداره کړي.
سره له دې چې  يو زيات شميرهېوادوالو له دې پلوه خپل شکايتونه څرګند کړي دي  خودسوداګرۍ اوصنايعو دخونې  مرستيال  خان جان الکوزى ټينګار کوي چې ملي سوداګرو دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو په لوړوالي لاس نه دى پورې کړى بلکې دغه ستونزه  پرچون پلورونکو پيدا کړې ده.
دکابل ښار دسخي کارتې دکرنې دتمځي اوسيدونکي حسيب الله دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې  دچارو په مسوولينو په تيره بيا دسوداګرۍ او صنايعو په وزارت  اوپه کابل ښاروالۍ نيوکه وکړه او ويې ويل  چې دغه دوه بنسټونه په پلورنځيو او دښار په  هټيو کې  بيې نه اداره کوي اوپه بازار کې هر پلورونکى له خپل قدرت سره سم  له خلکو څخه  دلومړنيو اړتيا وړ توکو په بدل کې زياتې پيسې  غواړي  او دا بيوزلي خلک په تيره بيا ټيټ رتبه  دولتي کارکوونکي او دښوونځيو ښوونکي دي  چې په  ناڅيز مياشتني معاش سره  ستونزې  او ناخوالې  ګالي .
دکابل ښار يوې ليسې ښوونکې  عظيمې وويل ؛  چې دښوونکو په مياشتنيو معاشونو کې هيڅ راز زياتوالى نه دى راغلى  خو دلومړنيو اړتيا وړ توکوپه بيو کې  دهرې ورځې په تيريدو سره په تيره بيا د روژې په مبارکه مياشت کې  بيخې زياتوالى راغلى دى.
دباخترآژانس خبريال   دخلکو شکايتونه دکابل ښاروالۍ دخپرونو  له رئيس سره طرحه کړل،   ده وويل :  چې په بازار کې  دخلکو دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو  دادارې  صلاحيت  له دغه بنسټ څخه اخيستل شوى دى   او همدا اوس  په  هېواد کې دآزاد بازار اقتصاد واکمن دى او ښاروالۍ نه شي کولاى  چې  دقانون له مخې په بازار کې دلومړنيو اړتيا وړ توکو په بيه کې لاسوهنه وکړي.
ده وويل :  کابل ښاروالۍ يوازې په بازار کې  دتوکو کيفيت  کنترولولى شي .
په همدې حال کې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وياند مسافرقوقندي دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې وزارت کې يوه  کميټه  جوړه شوې ده او په ډير لنډ ممکن وخت کې په ښارکې  دلومړنيو اړتيا وړ توکو دبيو دڅيړنې لپاره په کار پيل کوي او ګران پلورونکي دقانون منګولو ته سپاري .
ده وويل ؛ څرنګه چې په بازار کې غوښتنه زياته شوې ده او هم  دډالرو په وړاندې دافغانۍ  ارزښت ټيټ شوى دى   پرچون پلورونکو  له اړو خلکو څخه دزياتو پيسو په غوښتنې پيل کړى  دى.
ده دغه راز  دتورخم دپولې تړل  کيدل هم ددغې ستونزې يو عامل وباله او ويې ويل :  چې دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت په ډير لنډ ممکن وخت کې ددغې ستونزې  په څيړنې او  حل کولو لاس پورې کوي.
په هرصورت موږ په اسلامي ټولنه کې  ژوند کوو او بايد ټول عملونه او ټولنيز  فعاليتونه داسلام دمبين دين له لارښوونو سره سم ترسره شي .
دخلکو دلومړنيو اړتيا وړ توکو پلورونکو ته لازمه ده چې  په لوړه بيه  دخلکو داړتيا وړ توکو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړي په تيره بيا دروژې په مبارکه مياشت کې ځکه ګران پلورنه او  نا انصافي  ستره ګناه بلل کيږي اوله شک پرته  هغه  څه چې دبې انصافۍ اودګران پلورنې له لارې ترلاسه کيږي داسلام دمبين دين له پلوه  حرام بلل  کيږي  او که چېرې حرامې پيسې دپلورونکو په  پانګه کې شاملې له شک پرته د هغوى له مال او شتمنۍ څخه خير اوبرکت خپله کمپله ټولوي  او دا کار دهغوى دپانګې د له منځه تللو سبب کيږي  اوپه آخرت کې هم دګناه  ستر پيټى په اوږو اخلي  . له دې امله دهېواد خلکو دناوړه حالت په پام کې نيولو سره پلورنکې  دې بايد دانصاف لاره غوره کړي او دروژې په مبارکه مياشت کې لکه څنګه چې دفيض ،برکت او دعباداتو مياشت ده دعدل او انصاف له لارې   خپله راکړه ورکړه  عياره کړي  او  ستر ثواب   وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته