سیاست

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکي دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دسرپرست مارشال محمدقسيم فهيم په مشري دجمهوري رياست  دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.

باختراژانس ته  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارلانشادلوى رياست دمعلوماتوله مخې :  په پيل کې دجمهوري رياست سرپرست دتوکيو کنفرانس له هيلو ډک وباله او ويې ويل  په دې کنفرانس کې  دافغانستان لوري  په مشخص پلان  اوتوحيد شوي کاري پلان سره  ګډون وکړ چې په هيواد کې به په مهمو عمراني پروژو دتمويلوونکو هيوادونو دتمرکز سبب شي  چې دلوى خداى ج  په فضل به  دتوکيو دکنفرانس  ارزښتونه  دافغانستان خلکو ته ګټور اواغيزمن وي .

 وروسته دکورنيو چاروله وزير څخه وغوښتل شول چې دعينکودمسودکان دپروژې دامنيتي ستونزو دلري کولو اودقراردادکوونکي شرکت داړتياو دتامينولو په لاره کې دلوګرولايت ته دخپل سفر رپوټ  غونډې ته وړاندي کړي.

دکورنيو چارو وزير په دې يادونې سره   چې  دعينکو دمسو دکان په ساحه کې  اوسني امنيتي ستونزې نه شي کولاي  ددغې سترې ملي پروژې دتطبيق مخه ونيسي اويا کاريې له جدي خنډونوسره مخامخ کړي ددغه کان دنويو پوستو  دجوړولو او دامنيتي کمربند دپراختيا په اړوند دخپل سفرمفصل رپوټ  غونډې ته وړاندي کړ او ددغه کان دامنيت دتامينولو په لاره کې يې دهيواد دامنيتي ځواکونو دبشپړتياري   ډاډورکړ.

 وروسته داقتصادي کميټې دروان کال دشپږمې ګڼې غونډې پريکړي داقتصاد دوزيرله خوا غونډې ته طرحه شوې اودنظامي متقاعدينو له ١٣٨٢ تر       ١٣٨٩پورې  کلونو  دتقاعد په حقوقو کې  دزياتوالي دفيصدي دغوښتنې په دوام دماليې وزارت دمالي معين له خوا غونډې ته وړاندي شو.

دوزيرانو شورا دموضوع په باب له خبرو وروسته   ددرې کلونو قسطونو په ډول دمتقاعدينو دحقوقو  ورکول  دماليې وزارت له وړانديزسره سم  له  ١٣٩١ کال څخه   تصويب کړل .

 وروسته دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دهغو زياتو ټکسونو دشتون له پلوه   چې ښاروالۍ يې په مرکز اوولايتونو کې  په تجارتي مالونو اوکورنيو محصولاتو بار وسايطو له تيريدو څخه اخلي  ،. دسوداګرو دستونزو په باب معلومات وړاندي کړل او وړانديز يې وکړ چې  له دې وروسته دى  په مرکز اوولايتونو کې دښارواليو ټکس حذف  اوپه بدل کې يې دښارواليو عوايد چې له دې پلوه ترلاسه کيږي دګمرکي تعرفي په محصول کې  دزياتوالي له لارې واخيستل شي  اودماليې وزارت له خوا دى په ښارواليو وويشل شي .

دوزيرانو شورا دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  پيشنهادي طرحه په پرنسيب کې تصويب کړه او پريکړه يې وکړه چې دماليې او دسوداګرۍ اوصنايعو وزارتونه ، کابل ښاروالۍ اودسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره کې  دکابل ښار په دخولي دروازو کې له ټکس پرته تطبيقي ميکانيزم يې برابر اودروان  کال دتلي دمياشتې  له لومړي نيټې څخه دى  دتطبيق وړ وگرځوي .

دغونډې  دکار په دوام دسوداګرۍ اوصنايعو وزير  له نورو ادارو څخه  دسوداګرۍ اوصنايعو  دخونو  دطلباتو او دپوروړي توب تصفيه غونډې ته طرحه کړه  او پريکړه وشوه چې دماليې وزارت دى ددولتي ارګانونو  پوروړي توب تدارک  اودسوداګرۍ  خونو ته دى وليږدوي  اودسوداګرۍ خونې موظفي شوې  چې خپل پور  ادا کړي .

وروسته  د ١٣٩١ کال تقنيني پلان چې دوزيرانوشورا د١٣٩١ کال دغبرګولي دمياشتې دلومړي نيټې دغونډې له پريکړي سره سم بياڅيړل  شوي دي ،  دعدليې دوزير له خوا غونډې ته طرحه شو .

ده زياته کړه  چې په دې پلان کې  ٧٢ تقنيني سندونه شامل دي  چې له دى جملې څخه پنځلس سندونه  يې بيخي نوى  دي اوشپږسندونه يې دهغو قوانينو له جملې څخه دي چې  په پخوانيو رژيمونو کې نافذ او اوس په مفصله توګه بيا نظر ورباندې کيږي  او اووه نور تقنيني سندونه  له دې جملې څخه هغه سندونه چې په اوسني حکومت کې برابرشوي  خو بيا کتنې ته اړتيالري.

دوزيرانوشورا دعدليې وزارت  د ١٣٩١ کال تقنيني پلان تصويب کړ او دغه وزارت يې موظف کړ  چې دعدليې وزارت دتقنين  دبرخې دظرفيت دلوړولو طرحه برابره کړي او دوزيرانو شورا ته دى وړاندي کړي .

وروسته دښار جوړولو دچارو وزارت دفعاليت مقرره  ددغه سند دشکلي ستونزو په يادونې سره ، دعدليې دوزير له خو اغونډې ته طرحه شوه .

دوزيرانوشورا ددغې مقررې طرحه داتمې مادې  د٢٤ جز په حذف سره  ، په پرنسيب کې  تصويب کړه   او دعدليې  او دښارجوړولو دچارو وزارتونه يې موظف کړل چې دغه مقرره دى دغونډې له يادونې سره سم  دى تصحيح او بشپړه کړي .

وروسته دعدليې وزير اودکرنې او اوبولګو وزارت معين  دبين الوزارتي هيئت په مشري   اودمشورتي بورد په  جوړولو سره دکرنې اواوبولګولو وزارت په چوکاټ کې ديو غير بانکي اجرائيوي مرکز په توګه دکرنې دپرمختيا دوجهي صندوق جوړول اوثبت  اودهغه دمشورتي بورد جوړول غونډې ته طرحه کړل او څرگنده يې کړه چې  دکرنيز پراختيا دوجهي صندوق داساسنامي پړاونه په نږدي راتلوونکي کې  بشپړيږي او دوزيرانوشورا ته وړاندي کيږي .

دوزيرانوشورا دکرنې دوجهي صندوق جوړول  په پرنسيب کې تائيد کړل اودکرنې او اوبولګولو اودعدليې وزارتونه يې موظف کړل  چې ددغه صندوق اساسنامه دى  دقانوني پړاونو له بشپړولو وروسته دتصويب په مقصد دوزيرانو شورا ته وړاندي کړي .

دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو وزارت داداري معين اوسرپرست له خوا درې مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول  چې له  دې جملې څخه دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  اودګرجستان دبهرنيو چارو وزارت ترمنځ دهمکاري پرتوکول اودافغانستان داسلامي جمهوريت اودهندوستان دجمهوري حکومت دبشري منابعو دپرمختيا وزارت ترمنځ تفاهم ليک تائيدشو اوپه افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسولې دانستيتوت اودافغانستان دعلومو اکاډمي ترمنځ دافغانستان داساسي قانون دڅيړنيزې پروژې دجوړولو اوملاتړ تفاهم ليک  تائيدشو اوپه افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسولې دانستيتوت او دافغانستان دعلومو اکاډمي ترمنځ دافغانستان داساسي قانون دڅيړنيزې پروژې دجوړولو اوملاتړ تفاهم ليک  دافغانستان له علومو اکاډمي سره دهغه دنه کاري ارتباط له امله تائيدنه شو اودبهرنيو چارو اودعدليې وزارتونه اوداساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دعالي  کميسيون واکمن استازي موظف کړاي شول چې ددغه تفاهم ليک طرحه دى يوځل بيا وڅيړي اوداړتيا په صورت کې دى دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته وړاندي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته