خبرونهټولنه

په جوزجان کې څه د پاسه ۱۲۰۰ کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د سلواغی / ۷ / باختر

په جوزجان کې پرون څه د پاسه ۱۲۰۰ کورنیوخوراکي او غیرخوراکي توکي ترلاسه کړل.

د جوزجان د کرنې ، اوبو لګولواو مالداری ریاست مسوولینو باخترآژانس ته وویل : دغه خوراکي او غیرخوراکي توکي په بېوزلو کورنیو له سروې وروسته پرون ووېشل شول.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالداری رییس قاري عبادالله انصاروايي چې په هرې کورنۍ ۱۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۲۸ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو بوره ، ۱۰ لیتره غوړي، ۲ کیلو مالګه او یو روغتیايي بستې ووېشل شوې.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالداری رییس د څرګندونوله مخې، د دغو مرستو لګښت چې ۱۴۳ زره ۷۵۰ امریکايي ډالرکېږي د آلمان د بهرنیوچارو وزارت له لوري ورکول شوی دی او د مرستې رسولوسازمان له لوري په بېوزلو کورنیو ووېشل شوې.

د جوزجان د اقتصاد رییس محمد ظریف په دغه ولایت کې د بشردوستانه مرستوله پراخولو هرکلی وکړ او وېې ویل باید ټول مرستندوي بنسټونه د بېوزلو کسانو د لاس نیوی په موخه یو موټي شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته