امنیت

په مرموز ډول په خوست کې دوزيرستان دمهاجرينو داستازي وژل کيدل

-کابل باختر دتلي پنځلسمه :
په خوست ولايت کې دوزيرستان دمهاجرينو يو استازۍ په مرموز ډول  ووژل شو .
  حاجي عمر خان وزير تيره شپه دخوست په ګلان کمپ کې دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
دى ددې تر څنګ چې په خوست کې دوزيرستان دمهاجرينو استازي و  د ډيورنډ له کرښې اخوا يوقومي مشر بلل کيده .
دخوست دوالي وياند مبارز ځدران دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې  په خوست کې دوزيرستان ددغه قومي مشر ترور تاييد کړ او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
حاجې عمر خان وزير له خپلې کورنۍ او له لسګونو نوروکورنيو سره په ښکاره ددوى په سيموکې دپاکستاني پوځيانو دعملياتو له پراختيا وروسته د ډيورنډ له کرښي دې خوا يعنې دافغانستان خوست ته پناه راوړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته