کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې يوقومي مشرد ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړاى شو.
دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوال قاضي نذير دباخترآژانس خبريال ته وويل :
ملک شيرزاد تيره شپه دتراويحو دلمانځه له ادا کولو وروسته د خپل کور په لور روان و چې د ناپيژاندو وسله والوکسانوله خوا په ډزوسره شهيد کړاى شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل : ملک شيرزاد دچپرهار يو قومي شخصيت بلل کيده اوله هيچا سره يې شخصي دښمني نه لرله .
2 د یوې دقیقې څخه لږ