کابل/ د کب ٣مه / باختر
په جنوبي سالنګ کې په وقفه يي ډول توپان او د واورې اورښت دوام لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې يوې سرچينې باختر آژانس ته وويل: له بار وړونکو موټرو پرته دغه لويه لاره د نورو وسايطو پرمخ پرانېستې ده او موټر چلوونکي کولاى شي د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د مسوولينو په لارښوونه په دغې لويه لاره تګ راتګ وکړي.
د لویې لارې عمومي وضعيت: په شمالي سالنګ کې د ځمکې پرمخ د واورې پرېړوالى25 سانتي متره، په جنوبي سالنګ کې د ځمکې پرمخ د واورې پرېړوالى 30 سانتي متره، د کتلو ساحه100 متره، د باد چټکوالى په یوه ثانیه کې 10متره، لندبل ٩٦سلنه د هوا تودوخه سانتي ګراد 12 درجې ، په سړک کې کنګل 30 کیلومتره او په راتلونکو 24 ساعتونو کې د واورې د اورښت اټکل 100 فيصده دى.
\ ذ