ټولنه

په پنجشير کې لسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
  په پنجشير کې دروان کال په  بهير کې دلسو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي .
دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عتيق الله کريم ددغه ټکي په څرګندولوسره دباختراژانس خبريال ته وويل چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې ددغه ولايت په اوو ګونو ولسواليو کې دلسو ښوونځيو ودانۍ  جوړې شوې  دي او ديوولسو نورو ښوونځيو دانګړ ديوالونه جوړ شوي دي .
ده وويل چې دغه ودانۍ دپنجشير ولايت لپاره دپوهنې وزارت په يو شپيتو پروژو کې شاملې دي چې ددريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت عملي کيږي . دپنجشير ولايت  دپوهنې رياست دمسوولانو دڅرګندونوله مخې،  له دې جملې  څخه دشلو پروژو کار  بشپړ شوى دى .او څلويښت نورې پروژې تر کار لاندې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته