کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر
هغه چاودنه چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار د لومړى ناحيې په مربوطاتوکې وشوه د ګازو د ډبۍ د چاودنې زېږنده وه چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شول .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل چاودنه نن سهار په نهوبجو او ١٥ دقيقو د کابل ښار په لومړۍ ناحيې پورې اړوند د باغ قاضي په سړک کې د ګازو د پلورنې په يو دکان کې شوې ده .
په دې چاودنه کې چې د ګازو د پلورنې د دکاندار د بې احتياطي زېږنده وه ، دوه دکانونه ويجاړ او شپږ تنه ټپيان شول.
په ټپيانوکې زموږ دوه سکهه هېوادوال شامل دي .
پوليس د دغې پېښې د جزيياتو د څېړنې په حال کې دى .
ختم_ فرشته-زحل