کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دملي پيوستون د اوونۍ په مناسبت پرون په جوزجان ولايت کې دفوټبال سيالۍ ترسره شوه .
دجوزجان ولايت داولمپيک آمر دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه د جوزجان پوهنتون او د جوزجان دپوهنې رياست دټيمونو ترمنځ دالحاج عبدالرشيد دوستم په لوبغالي کې ترسره شوه.
ده وويل دغه لوبه دصفر په وړاندې په دوو سره دپوهنې رياست دټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
د جوزجان ولايت دولتي مسوولينو او په سلګونو تنو خلکو دغه لوبه ننداره کړه
0 د یوې دقیقې څخه لږ