سیاست

جمهورريیس غني: زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د سیمې په څلورلارې بدل کړو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیال  کانسوکي نګاوکا سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د جاپان استوګن سفیر هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا او سیمه ییز اتصال بحث وشو.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال له جمهورريیس څخه  د دغه هېواد د نوي امپراتور د تاجګذارۍ په مراسموکې د ګډون مننه وکړه او ويې ویل: دا د جاپان او افغانستان ترمنځ پراخه دوستانه اړیکې ښیي.
جمهورريیس غني له افغانستان سره د جاپان د همکاریو مننه وکړه ويې ویل: جاپان د افغانستان نړیوال متحد دی چې په اقتصادي پراختیا او بیارغاونه کې یې لوی رول لوبولی او موږ د دغه مشارکت قدرداني کوو.
جمهورريیس وویل: سوله د افغانانو لویه غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی او پایداره سولې ته یوازې د افغان دولت په مالکیت او رهبرۍ رسېدلای شو. د باعزته او پایداره سولې د تامین لپاره له خپلو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره سلا مشورې کوو.
د هېواد جمهورريیس وویل: طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ګواښونه له منځه یوسي او د خپلو خلکو او هېواد ساتنه وکړي.
جمهورريیس د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال ته وویل: زموږ ټوله هڅه دا ده چې افغانستان د سیمې په اقتصادي، سوداګریزې او انکشافي څلورلارې بدل کړو.
هغه زیاته کړه: موږ د خپلې اقتصادي ودې او عوایدو زیاتولو لپاره ستراتیژي لرو او په بودجه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره مو پلان د عملي کېدو په حال کې دی او موږ غواړو په راتلونکو څو کلونوکې ځان بسیاینې ته ورسېږو.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د جاپان استوګن سفیر د افغانستان او سیمې لپاره د جمهورريیس د اقتصادي لیدلوري د ملاتړ ترڅنګ وویل: هېواد یې له افغانستان سره د کرنې پراختیا او د امنیتي او اقتصادي اصلاحاتو په برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي، ترڅو د افغانستان اقتصادي لیدلوری عملي شي.
ښاغلي کانسوکي نګاوکا وویل: هېواد یې د افغان دولت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په افغان سوله کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ درېږي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته