سیاست

هدايت امين ارسلا دجاپان له سفيرسر ه دپيژندګلوي کتنه وکړه .

کابل باختر د سلواغي څلورمه
  ستر وزير هدايت امين ارسلا  نن له غرمې وروسته دجاپان له سفير سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دباختر اژانس دخبر له مخې، په دې کتنه کې ستروزير هيله وکړه چې په افغانستان کې دده دماموريت دوره دافغانستان او جاپان دوستانه اړيکې لازياتې ټينګې کړي .  ده زياته کړه دافغانستان دولت اوخلکو دوروستي لسيزې په  بهير کې دجاپان دمرستو له امله قدرداني کوي او باور لري چې دجاپان مرستې به له  ٢٠١٤ کال وروسته ديو باثباته او پرمختللي افغانستان دجوړولو لپاره دوام ومومي .
وروسته دغه سفير  چې دخپلو زده کړو يوه برخه يې  په افغانستان کې تيره کړې ده هيله وکړه چې له دې لارې دافغانستان خلکو او حکومت ته دګټورو خدمتونو جوګه شي .
دواړو لورو دهيواد دعمومي حالت دتوکيو دژمنو امنيت ، ښې حکومتوالي او دفساددله منځه وړلو او دکابل دنوى ښار دپرمختيا دپروژې په باب خبرې وکړې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته