فرهنګ

د افغانستان د معاصرو ادبياتو د وضعيت تر عنوان لاندې سيمينار جوړ شو

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٥
د افغانستان د معاصرو ادبياتو د وضعيت په باب علمي-تحقيقي سيمينار نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره په کار پيل وکړ.
دغه سيمينار د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د پښتو ژبې د څيړنيز نړيوال مرکز په اهتمام جوړ شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د سيمينار د کار په پيل کې د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سرپرست څيړنپوه ډاکتر نجم الدين ترين له خوا ولوستل شو چې د پيغام په يوه برخه کې ويل شوي دي: ((خوشحاله يم چې د افغانستان د معاصرو ادبياتو په باره کې علمي – تحقيقي سيمينار جوړيږي او د مهمې اکاډميکي موضوع په باب خبرې کيږي.))
وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست په خبروکې وويل: د دغه شان علمي – تحقيقي سيمينارونو جوړول له يوې خوا زموږ د ټاکلو معاصرو ادبياتو تورتمې څنډې لاپسې روښانوي، له بله پلوه د تاريخي وياړونو په احيا کولو سره زموږ د هيواد د وياړلي فرهنګ او د پوهې ځلانده ډيوه لاپسې روښانوي.
په همدې ترتيب د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو وزارت پيغام د دغه وزارت د معين محمد يعقوب احمدزي او د کابل پوهنتون او د شهيد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون پيغامونه د اړوندو بنسټونو د استازو له خوا ولوستل شول.
ورپسې څيړندوى حبيب الله رفيع، څيړنوال محمد آصف ګلزاد، څيړنپوه سيد محى الدين هاشمي، څيړنپوه سيدعلي شاه استاديار، څيړندوى عبدالغفور ليوال، څيړنوال محمد فاضل شريفي، څيړنوال محمد نبي صلاحي، څيړنوال شاه محمد مصلح، څيړندوى عبدالاحد منګل، څيړنپوه شريف الله شريف، څيړندوى محمد آصف احمدزي، څيړندوى صالحې حبيبي، څيړنپوه نصرالله ناصر او څيړنوال عبدالقيوم مشواڼى د موضوع په باب خپلې مقالې ولوستلې.
د سيمينار برخه والو د مقالو او سيمينار په باره کې خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته