کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
د ( جګړې د اوښکې اود سولې مسکا) دعکاسى نندارتون د سولې په چاروکې د دولت وزارت په نوښت په هرات کې پرانيتسل شو.
په دې ننندارتون کې د افغانستان د لويديځ دعکاسانو او انځورګرانو ٦٠ عکسونه دهرات د عامه کتابتون د علامه سلجوقي په سالون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دې عکسونوکې دجګړې اوسولې او د خلکو په ژوندانه کې د دغو دوو کلمو پايلې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لويديځ زون رييس ډاکتر محمد عارف کياني باختراژانس ته وويل چې د دغه نندارتون د جوړولو هدف خلکوته د جګړې د منفي پايلواود سولې د مثبتو اغيزو د شفاف تصوير وړاندې کول دي .
هغه وويل: په دې اثارو کې هڅې شوي دي چې د سولې په اړه د خلکوعواطف اوله جګړې څخه د هغوى کرکه نندارې ته وړاندې شي.
کياني وايي ټاکل شوې ده دغه نندارتون د بادغيس، فراه او د نيمروز په ولايتونوکې هم جوړ شي .
د هرات ولايت عکاس اوخبريال رامين افشارچې د هغه پنځه عکسونه په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندى شوي وايي په اوسنيو شرايطوکې د دغه شان نندارتونونو جوړول خلکوته هيله مند کوونکى دى او کولاى شي د سولې په تامينولوکې خلکوته انګېزه ورکړي.
-ج-ا