سیاست

دهېواد دملي امنيت سلاکار دترکيې دملي امنيت له سلاکار سره په روسيه کې وکتل .

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دهېواد دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر داتم امنيتي کنفرانس تر څنګ دروسيې  په پايتخت  مسکو ښار کې له لوړ رتبه امنيتي مسوولينو په ګډون دترکيې  دملي امنيت  له سلاکار سيف الله  حاجي مفتي اوغلو سره وکتل او ددوه اړخيزو امنيتي اوسياسي مسئلو په باب يې خبرې اترې وکړې .
دملي امنيت دشورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دواړو لورو دسياسي مسئلو او امنيتي همکاريو په باب  خبرې وکړې او دافغان امنيتي ځواکونو  په پياوړتيا او ملاتړ يې ټينګار وکړ . برسيره پردې دواړو لورو دسيمې دامنيتي او سياسي  مسئلو په  باب هم جلا خبرې وکړې او دتروريزم پرخلاف په ګډې مبارزې يې  ټينګار وکړ .
  محمد حنيف اتمر  دکتنې په بهير کې  دترکيې دملي امنيت  سلاکار سيف الله حاجي مفتي اوغلو ته  بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي .
سيف الله حاجي مفتي اوغلو  کابل ته دافغانستان  دملي امنيت  دسلاکار دبلنې له امله  خوښي  څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه چې په نږدې راتلونکې کې  ددوه اړخيزو سياسي خبرو او دامنيتي همکاريو ددوام په خاطر  کابل ته سفر کوي .
دترکيې دملي امنيت سلاکار افغانستان ته دغوڅ ماموريت په چوکاټ کې  د ترکيې عسکرو استول  ګټور وباله او دسولې په بهير کې ېې  دترکي عسکرو رول ارزښتناک وباله .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار  د ډار اچوونکو دلمنځه وړلو او ځپلو لپاره  د نړيوالې او سيمه  ئيزو ګډو هلوځلو ټينګار وکړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار  دترکيې جمهوريت دخلکو او دولت دهراړخيزو همکاريو له امله  دقدردانۍ په ترڅ کې  په اغيزمنه توګه ددوى دهمکاريو د دوام غوښتنه وکړه .
په دې سفر کې دافغانستان دملي امنيت له سلاکار سره دمنځني اسيا په چارو کې دجمهور رييس ځانګړي استازي  شاکر کارګر او دملي امنيت شورا  ددفتر دنړيوالو اړيکو او دسيمه ئيزو همکاريو لوى رييس  تميم عاصي ملګري دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته