فرهنګ

په اطلاعاتو د لاسرسبري د حق د کميسيون غړو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
په اطلاعاتو د لاسبري د حق د کميسيون غړو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره په کتنه کې ددغه کميسيون ځينې کاري ستونزې طرحه کړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: 
په دې کتنه کې په اطلاعاتو د لاسبري د حق د کميسيون رئيسې ميرمن حوا علم نورستانۍ خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې د چارو د پرمخ بيولو په خاطر دې دغه کميسيون ته يو مناسب ځاى په پام کې ونيسي .
دې دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پاملرنه د کميسيون د غړو د امتيازونو څيړنې ته واړوله .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري وويل چې دغه وزارت د توان په حدودوکې د دغه کميسيون همکار دى.
ده دغه راز زياته کړه چې د دغه کميسيون په بودجه کې ځينې تخنيکي ستونزې
شتون لري او هڅه او هاند کيږي چې په ډير لنډممکن وخت کې دغه ستونزې حل شي .
باوري د دغه کميسيون له غړو څخه وغوښتل چې خپل کارونه په جديت سره ترسره او خپلې ستونزې دې له قانوني لارو له اړوندو ادارو سره طرحه کړي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته