سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دخلکو د ستونزو څيړنه دملي وحدت دحکومت مسووليت دى

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دهېواد  دبيلابيلو سيمو له مشرانو او مخورو سره دليدنو کتنو په دوام دباميانو ولايت دکهمرد ولسوالۍ  له يوشمير مشرانو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
د کتنې برخه والو په داسې حال کې چې په کهمرد ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه وباله خو په دغې ولسوالۍ کې  په نيمګړتياو او ناخوالو يې نيوکې وکړي.
ددوى دڅرګندونوله مخې په اوسنيو نازکو شرايطو کې دکهمرد ولسوالۍ ولسوال نلري او هم ددغې ولسوالۍ دپوهنې په مديريت کې  څوک  نه دى ګومارل شوى.
اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې بيان سره  چې دخلکو دستونزو څيړنه دملي وحدت د حکومت اصلي دندې او مسووليتونه دي ، هغوى ته يې ډاډ ورکړ چې ددغې ولسوالۍ دولسوال او دپوهنې دمدير دټاکنې په باب  لازم اقدامات کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته