امنیت

په بغلان کې د نشه يي توکو ترلاسه کول

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١٧:
د بغلان پوليسو نن اتلس کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونول نظام الدين نظام د باختر آژانس خبريال ته وويل: اتلس کيلوګرامه چرس کله چې له بغلان څخه کابل ته ليږدول کيدل؛ د پوليسو له خوا کشف اوضبط شول.
خبرځاى زياته کړه: د قضيې په اړوند يو تن د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته