سیاستخبرونهTOP

د جېنوا کال نړیوالې موسسې عمومي رئيس: د افغانستان له پوځي او ملکي ادارو سره له نږدې همکاري کوو او پلان لرو، چې له اړوندو بنسټونو سره خپلې مرستې لاپراخې کړو

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جینوا کال نړیوالې موسسې له عمومي رئیس الن دلیتروز، د دغې موسسې د نړیوالو اړیکو له مسوول الکساندر مونافو او په افغانستان کې د جېنوا کال موسسې له مسوول فهد عباسي سره وکتل.

د جېنوا کال نړیوالې موسسې عمومي رئیس په دغه کتنه کې د یادې موسسې موخو ته په اشارې سره وویل چې له اوږدې مودې راهیسې له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي او ورسره همکاري لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ دی، امنیتي او پوځي ادارې له خلکو سره همکاري لري او د اسلامي امارت پوځي منسوبین له خلکو سره مناسب چلند لري او موږ به دغه ټول مثبت ټکي له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریک کړو.

دلیتروز زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره له نږدې همکاري کوي او پلان لري،  چې له اړونده افغان بنسټونو سره خپلې مرستې لاپراخې کړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د جېنوا کال له مرستو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې  په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه او بې طرفه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د جېنوا کال له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان واقعیتونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې اسلامي امارت ټولو همکارو بنسټونو ته ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اصولو سره سمې پر مخ یوسي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې به له جینواکال سره خپله همکاري پراخه او د لاغوره فعالیت زمینه به ورته برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته