مهتر لام باختر د زمري ۸ مه
د لغمان د مرکز مهترلام ښار په ګډون د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو په ۷۸ جنګ ځپلو کورنیو څه د پاسه درې مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
دغه مرسته د هېواد د اجرایېه ریاست د بېلا بېلو حکمونو پر اساس د ۱۹ شهیدانو او ۵۹ ټپیانو له کورنیو سره وشوه چې د هرې شهید کورنۍ ته سل زره او د هرې ټپي کورنۍ ته پنځوس پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د باختر آژانس له سیمه یېز خبریال سره په خبرو کې وویل چې ولایتي اداره مکلفه ده څو په هر حالت کې د خپلو ولسونو د ستونزو حل ته لاسرسی وکړي.
هغه په خلکو غږ وکړ چې مخالفان د دوی د خوښۍ او هوسا ژوند دښمنان دي او باید چې د هغوی په مقابل کې د خپل نظام ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې مرسته شویو کسانو له مخالفو وسله والو وغوښتل چې نور له جنګ جګړو لاس واخلي او د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شي.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل