سیاست

جمهور رئيس غني چې په بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وو، بېرته هېواد ته راستون شو

کابل باختر دتلي پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وو، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني تير ماښام  د بروکسل کنفرانس پای کې چې بین المللي ټولنې د افغانستان د ژمنو له ارزونو وروسته راتلونکو څلورو کالو کې د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې ۱۵،۲ میلیارد ډالر ژمنه وکړه، د اروپایي ټولنې مرستیالې او د بهرني سیاست مسوولې مېرمن فیدریکا موګریني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
په یادکنفرانس کې مېرمن موګریني وویل، بروکسل کنفرانس په بریالیتوب پایته ورسېد او دا د افغانستان دولت سره زموږ د ګډ کار یوه مهمه برخه وه. هغې په دې کنفرانس کې د افغانستان د رهبرۍ او مقاماتو او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس غني حضور او د افغانستان او اروپایي ټولنې ګډ کار وستایه.
موګریني وویل،دې کنفرانس له افغانستان څخه د بین المللي ټولنې پراخ ملاتړ وښوده. هغې جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو افغانستان ته له ستنېدو وروسته ښه دلایل لرئ او موږ هم ښه خبر لرو چې بین المللي ټولنه په قوي، پایداره او ښه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې وویل، د افغانستان د خلکو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې پانګونه په حقیقت کې په بین المللي ثبات کې پانګونه ده.
ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې او همدارنګه یې د بروکسل کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او له افغانستان سره د سخاوتمندانه ژمنو له امله د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د اروپایي ټولنې او همدارنګه د کډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو له بریالیو کوښښونو څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس د بروکسل کنفرانس د بریالیتوب لامل د افغانستان د حکومت او اروپایي ټیمونو د ګډ کار او نه ستړي کېدونکي کوښښونه وبلل.
هغه له دولت سره په ډیالوګ او بروکسل کنفرانس په بریالیتوب کې د مدني ټولنې، رسنیو او خصوصي سکتور رول هم ارزښتناک وباله.
محمد اشرف غني وویل، له ۱۵،۲ میلیارد ډالرو نوي تعهد سره د افغانستان خصوصي سکتور هم په تېرو درېو میاشتو کې یو اعشاریه یو میلیارد ډالر په هېواد کې پانګونه وکړه او دا یو مثبت بدلون ښیي.
جمهور رئیس وویل، د بین المللي ټولنې نوي تعهد سره د افغانستان لوري کار سبا پیلېږي او د ډاډ وړ پرمختګ، قابلیت، حرکت، امانتداري او شفافیت د دې پروسې د پرمخ بېولو لاملونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته