ورزش

افغانستان دسکي دنړيوال فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړ .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دسکي نړيوال فدراسيون  په مکسيکو کې دسکي په يوه  نړيواله  کنګره کې دافغانستان غړيتوب اعلام کړ .
دافغانستان دسکي دملي فدراسيون رييس افضل  انوري نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې افغانستان د ٢٠١٥ ميلادي کال دنوامبر دمياشتې په پنځلسمه نيټه ددغه فدراسيون لنډ مهال غړيتوب ترلاسه کړى و چې دسکي له نړيوال فدراسيون  څخه دافغانستان دسکي دملي فدراسيون په غوښتنه ، افغانستان دهغه پنځوسمه  کنګره کې چې دنهه سوه تنو برخه والو په ګډون دجون دمياشتې له شپږمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې دمکسيکو په کانکون ښار کې جوړه شوه دسکي دنړيوال فدراسيون دايمي غړيتوب ترلاسه کړ.
دنوري دڅرګندونوله مخې: دسکي دفدراسيون دشپږو کلونو په بهير کې دنجونو اوهلکانو په برخه کې دسکي دسياليو په ترسره کولو او دباميانو ولايت په ګډون دلوړو او غرنيو ساحو  په لرلو سره او دسکي دنړيوالو سياليو په بهير کې  د نړيوالو بنسټونو په څارنې سره وکولى شول چې دسکي دنړيوال قدراسيون غړيتوب ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته