فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزيرددغه وزارت دخپرونو دچارو دمعينيت درييسان کړنو رپوټونه واوريدل

کابل باختر د وري يوويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير نن په يوه غونډه کې ددغه وزارت دخپرونو دچارو دمعينيت دبرخې درييسانو دکړو وړو او فعاليتونو رپوټونه واوريدل .
دباختراژانس دخبر له مخې، ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په لنډو خبرو کې ددغه معينيت دبيلابيلو کاري اړخونوپه باب رڼا واچوله او طرحه يې کړه چې هررياست له طرحه شويو پروګرامونوسره سم هڅه او هاند کوي چې په ستونزوبريالي شي .
وروسته دخپرونو دچارو دمعينيت داړوندو ادارورييسانو په وار سره دخپلو کړنو اوفعاليتونو مفصل رپوټونه چې ستونزې او وړانديزونه هم پکې شامل و ، وړاندې کړل .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دمسوولينو درپوټونو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې دامکان تر پولې پورې به دشتو ستونزو دحل کولو په لاره کې هڅه او هاند وشي .
  دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو په معينيت  پورې داړوندو ادارو دمسوولينو کړه وړه او فعاليتونه مثبت وبلل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته