امنیت

درې تنه پوځيان په فارياب کې شهيدان شول

کابل باختر د تلې  يو ويشتمه :
د عامه نظم  درې تنه سرتيري په فارياب ولايت کې شهيدان شول .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې دغه سرتيري د فارياب ولايت د دولت آباد – اندخوى د لويې لارې په تګلوري کې  د دوى په پوستې د وسله والو طالبانو د بريد په نتيجه کې شهيدان شول .
د ده د څرګندونوله مخې: د وسله والو طالبانو په دې بريدکې دغه راز پنځه تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: په دې جګړه کې يوشمېر وسله وال طالبان هم وژل شوي دي خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته