خبرونهورزش

په کندز کې د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

کابل، غبرګولي ۵مه، باختر

د کندز د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمې لوبو اماتور او پروفیشنل سیالۍ ترسره شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او  سپورت رئیس قاري عزت الله سنان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د کندز، پکتیا، کابل، مزارشریف، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه د ٩٠ تنه ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اماتور او پروفیشنل سیالۍ د ګڼ شمېر مینوالو په شتون کې په ۳ کټګوريو کې ترسره شوې.

سنان وویل، چې په دې سیالیو کې د کندز ورزشکارانو د زیاتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د مزارشریف ولایت ورزشکارانو دوهم مقام ترلاسه کړ چې په پیاوړو لوبغاړو مډالونه او کمربندونه هم ووېشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته