ټولنه

دخواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل باختر دسلواغې اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د قندهار- هرات د لویې لارې پرسر په یوه ټرافیکي پیښه کې په اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه .
دغه پېښه د کندهار – هرات د لويې لارې پرسرد هرات ولایت اړوند د شینډ نډ ولسوالۍ د عزیز آباد په سیمه کې د سلواغې په ١٧مه سهار شاوخوا شپـږ نیمې بجې د میوند بس ټرانسپورټي شرکت د ۳۰۳ ډوله بس موټر د چپه کېدو له امله چې له هرات نه د قندهار پرلور روان و، له سړکه اوښتی اوچپه شوی دی.
د شینډنډ د ولسوال د معلوماتو له مخې ، په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون ٧ تنه مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په دې ټرافیکي پېښه کې پراوښتې مرګ ژوبلې په ژوره توګه خواشیني څرګنده کړه اوپه دې اړه يې دعامې روغتيا وزارت چارواکو او د هرات ولایت اړوندو مسؤلینوته لازمې لارښوونې وکړې چې ددغې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د دې پېښې دشهیدانوکورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانوته د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه د سملاسي روغتيا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته