ټولنه

په روزګان کې مخابراتي شبکو ته څلور ويشت ساعته وخت ورکړ شو!

کابل باختر دليندۍ د مياشتې څوارلسمه
د روزګان ولايتي شورا په دغه ولايت کې له ټولو مخابراتي شبکو څخه وغوښتل چې په څلورويشتو ساعتونو کې خپل کاردې پیل او يا هم ودروي.
د  روزگان ولايت د ولایتي شورا پخوانی ریېس عبدالکریم خاذمزی وايي چې له تېرو دريېو مياشتو راهيسې  په مرکز ترینکوټ کې مخابراتي شبکو فعاليت بند کړی، چې له امله یې زرګونه اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وایې: نور د روزګان ولس دا نشي زغملی چې په دغه ولايت کې دې شبکې وي خو فعاليت يې بند وي.
ده د ټولو شبکو له  مسولينو څخه وغوښتل ډېر ژر په دغه ولايت کې په کار پيل وکړي تر څو هغه ستونزې چې په دې برخه کې وګړي ورسره مخامخ دي حل شي.
دیادوني ده چې دغه ولایت کې مخابراتي شبکو له هغه وروسته فعالیتونه بند کړل چې څلور میاشتي مخکې په دغه ولايت کې امنیتې حالت خراب شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته