امنیت

د طالبانو د يو قوماندان په ګډون اووه تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله تېره شپه اوو تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې آمر سمونمل جان آغا دلاوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مقاومت له هغه وروسته وشو چې يوې ډلې طالبانو غوښتل د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار د قلعه سنګ په ساحه کې د پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه ترسره کړي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د امنيتي ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې د زعفران په نامه د يو قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: د وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته