ښوونه او روزنه

دپکتيکا پوهنتون ته نوي ودانۍ جوړيږي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دپکتيکا پوهنتون دنوې ودانۍ دجوړولو کار نن ددغه ولايت دوالي له خوا پيل شو دپکتيکا پوهنتون ودانۍ دلوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه دنهه سوه زرو ډالرو په لګښت په يو کال کې جوړيږي.
دپکتيکا پوهنتون رييس محمد شفاتسل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دشرنې ښارته څيرمه د پنځه سوه جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې په دووپوړونو کې جوړيږي چې اتلس درسي او او دوه ديرش اداري خونې پکې پام کې نيول شوې دي.
دتسل دڅرګندونو له مخې : دپوهنتون محصلان اوس دپکتيکا د دارلمعلمين په ودانۍ کې په زده کړه بوخت دي چې دنوې ودانۍ په جوړولو سره به دځاى دکمښت له پلوه دپکتيکا پوهنتون دمحصلانو ستونزې لرې شي .
په هغې غونډه کې چې ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مقصد جوړه شوې وه دپکتيکا والى محب الله صميم دنوې ودانۍ جوړول دمحصلانو دلوړو زده کړو په برخه کې ګټور ګام وباله او هيله يې وکړه چې محصلان په ارامه او لر هر راز ستونزو څخه لرې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ده دپکتيکا پوهنتون د ودانۍ دجوړولو په لاره کې دکار دپيل په باب دلوړو زده کړو وزارت دپاملرنې له امله مننه وکړه.
دپکتيکا پوهنتون رييس محمد شفا تسل وويل، همدا اوس په دغه پوهنتون کې دغزني ،ميدان وردګو او دکاپيسا له ولايتونو څخه نهه سوه تنه محصلان دښونې او روزنې ،شرعياتو، دپښتو ،دري او دانګليسي ژبو د ادبياتو ،انجيري کرنې او دځنګلونو په برخو کې په زده کړه بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته