ټولنه

دفراه والي : هغه کارکوونکي چې دپروژو څارنه کې غفلت وکړي مجازات به شي.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دفراه والي وايي هغه انجنيران او کارکوونکي چې دپروژو دڅارنې لپاره د اړوندو ادارو له خوا ګومارل شوي دي خو خپلې دندې په ښه توګه ترسره نه کړي ،ترقانوني څارنې لاندې به ونيول شي.
دفراه والي محمد آصف ننګ چې دولايتي انکشاف دکميټې په غونډه کې يې خبرې کولې وويل :هغه کارکوونکي چې دپروژو دڅارنې په موخه دهيات په ترکيب کې ټاکل کيږي، که چيرې خپلې دندې په سمه توګه تر سره نه کړي،تر قانوني څارنې لاندې به ونيول شي او مجازات به شي.
دفراه ولايت وياند محمد ناصر مهري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ښاغلي ننګ په دې غونډه کې ټينګار وکړ.
دهغو ساختماني شرکتونو مسوولين چې په ټاکلي وخت کې او له پلاني معيارونو سره سم دپروژو دعملي کولو په برخه کې ،غفلت وکړي او پروژه بشپړه نه کړي عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي او له اړونده شرکت سره قرار داد به فسخه شي.
ښاغلي مهري وويل چې په دې غونډه کې دفراه ولايت دانار درې ،پشت کوه او دقلعه کاف ولسوالانو هم داړوندو ولسواليو په کچه دانکشافي پروژو دفعاليتونو په اړوند خپل رپوټونه وړاندې کړل.
دغه راز دامنيت ،ښوونې او روزنې ،کرنې او مالدارۍ ،دکليو دبياجوړولو او پراختيا،ټولنيز مصونيت،بنسټونو،طبيعي منابعو ،روغتيا ،حکومتوالۍ ،دقانون دواکمنۍ،دبشر د حقوقو او داقتصاد دسکتورونو رييسانو او دخصوصي سکتور دانکشاف مسوولينو د روان کال دليندۍ په مياشت کې داجرا شويو پروژو په باب رپوټونه وړاندې کړل.
دوى داجرا په حال کې پروژو او د روان کال د مرغومي دمياشتې لپاره دراتلوونکي پلان په باب داړوندو ادارو رپوټونه وړاندې کړل.
دفراه دوالي وياند وويل : چې دسکتوري چارو دښوالي په باب دغونډې دبرخه والو نظريې او پيشنهادونه هم وړاندې شول او په پاى کې دفراه والي دولايتي انکشاف کميټه دسکتورونو ګډ کار او دنده وبلله او دا کار يې ډير ستر مسووليت وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته