خبرونهامنیت

درې تنه په باميانو کې د چاودنو په تړاو ونيول شول

۴۶- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د باميانو پوليسو درې کسان تېره شپه او نن د دغه ولايت له باميانو ښار څخه د چاودنو په تړاو ونيول.
د باميانو د والي وياند عبداللطيف عظيمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان په باميانو ښار کې د ماين د چاودنو په اړوند نيول شوي دي.
تېر ماښام د باميانو په مرکز کې په دوو پرله پسې چاودنو کې د يوې ښځې او د ترافيکو د يو پوليس په ګډون ١٥تنه ووژل شول او٥٨ تنه نور ټپيان شول.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويتر کى په دغو چاودنو کې د يادې ډلې لاس لرل رد کړي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته