۱۰۰ ورځې

خلک: رايه ورکوو چې له قانون څخه تيښته پاى ته ورسوو.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ١٦
دورى دمياشتې په ١٦ نيټه د اورښت سهار په پيل کې خلک ورو ورو دهرراز قومي ،مذهبي، ژبنيو او سياسي ناخوالو پرته د رايي ورکولو مرکزونو ته روان شول چې دخپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .
هر هيواد وال په دغه ملي بهير کې دګډون لپاره انګيزه لري چې بايد واوريدل شي.
شکيلا چې دکابل ښار په يوه ښونځي کې ښوونکې ده وايي د دې لپاره په انتخاباتو کې ګډون کوي چې دافغانستان دخلکو دښمنان ددغه بهير دګډوډولو په لټه کې دي ، دې له خلکو څخه وغوښتل چې له ډيل پرته په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په دې حرکت سره دښمن ته ووايي چې هغوى نه شي کولاى په دسيسې او توطيې سره په دغه ملي بهير کې دخلکو دپياوړې ارادې مخه ونيسي ، خو دکابل ښار يو بل اوسيدونکى نيک محمد وايي رايه ورکوي چې له قانون څخه دتيښتې او له قانون څخه دسرغړونې پاڼه وتړل شي.
په همدې ډول دکابل ښار هر اوسيدونکى په هيلې سره د رايو مرکزونو ته روانيږي ،رايه ورکوي او په هرې رايې سره دراتلونکې مشر مسوليت زيات او لاښې زياتوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته