سیاستخبرونهامنیتTOP

افغانستان کې د فتنه اچوونکو دسیسې ۹۰ سلنه راکمې شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر نن یکشنبې د تصفیوي او امنیتي  کمیسیون په خبري ناسته کې، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په کچه د فتنه ګرو دسیسې شنډې او د وړم کال د ۱۲ میاشتو په نسبت ۹۰ سلنه کمې شوې دي.

د دفاع سرپرت وزیر د دغو کړیو له ماتې څخه خبر ورکوي او ډاډ ورکوي، چې فتنه ګرو ته به د فعالیت اجازه ورنکړي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په اړه ناسمو تبلیغاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې د دغو تبلیغاتو ترسره کوونکي غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات ترلاسه او خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او هېوادونو څخه وغوښتل چې پر دغه ډول ناسمو تبلیغاتو باور وه نه کړي.

د یعقوب په خبره د افغانستان اسلامي امارت دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي او کولی شي خپلې اندېښنې په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره شریکې کړي.

دغه افغان لوړ پوړي دفاعي چارواکي له ګاونډیو او هغو هېوادونو څخه چې له خاورې یې شر اچونکې کړۍ افغانستان ته راځي وغوښتل، چې خپلې پولې کنټرول کړي او پرېنږدي چې خاوره یې د کابل پر ضد وکارول شي.

انسان تښتونکو، قاچاقبرانو، نشه یي توکو او فساد سره مبارزه، د روږدو کسانو راټولول او درملنه کول، د مسلکي پولیسو او پوځیانو روزل او د دغو لیکو مجهزول او ګڼ نور موارد هغه څه دي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست یې د اسلامي امارت امنیتي لاسته راوړنې بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته