ورزش

دمبارکي پيغام

کابل باختر د لړم لسمه
  په افغانستان کې دحرفوي سوک وهنې په لومړي سيالۍ کې  په خپل تانزانيايي  سيال دافغان سوک وهونکي حميد رحيمي دبرياليتوب له امله دملي شورا دمشرانوجرګې دستاينې پيغام .
دافغانستان داسلامي  جمهوريت دمشرانوجرګه په افغانستان کې دحرفوي سوک وهنې  په لومړي سيالۍ کې په تانزانيايي سوک وهونکي  دافغان سوک وهونکي حميد رحيمي دبرياليتوب او دنړيوالي  سوک وهنې فدراسيون دډبليو ، بي او د منځني وزن د اتلوالي دارزښتناک کمربند دترلاسه کولو له امله ده ، دده دوستانو اومينه والو ، دهيواد دورزشي  ټولنې  او ټول افغان ملت ته دزړه له کومې  مبارکي وايو او هغه دافغانستان په جګړه ځپلي هيواد کې دسولې لپاره دمبارزې په لاره کې ديو زيرې په توګه ښه فال بولى .
دمشرانوجرګه دهيواد دورزشکارانو په تيره بيا دحميد رحيمي دپرله پسې برياليتوبونو تودهرکلي کوي او عقيده لري چې دسالم اومسلکي ورزش وده او رواجول دسولې په تامينولو ، روغتيا اودټولنې په سلامتيا کې اساسي رول لري او حکومت اونور مرکزونه  دې بايد په هيواد کې دورزش دودې په لاره کې هراړخيزې هلې ځلې وکړي چې له يوې خوا هيوادوالو او په تيره بيا زموږ ځوان قشر ته دسالمو مصروفيتونو زمينه برابره شي او له بله پلوه دنړيوالو سياليو کې اتلوالي او بې ساري برياليتوبونه زموږ دهيواد دپياوړو ورزشکارانو په برخه شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته