فرهنګ

په بلخ کې دشعر او داستان لومړى نوروزي جشن جوړ شو .

کابل باختر دوري شلمه :
دشعر او داستان دنوروزي لومړى جشن دبلخ ولايت د مزارشريف  په ښار کې جوړ شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه جشن   چې دخيرخواه بنسټ  دبلخ داطلاعاتو اوفرهنګ ادارې په همکارى جوړ شو دکابو  ٩٠ شعر او داستان په منځ کې غوره اثار  څلور شعرونه او درې لنډ داستانونه  دحکمانو له خواوپيژندل شو .
په دې جشن کې  دتهماسي خراساني شعرونو  لومړى مقام ، سونيا اژمان او عبدالواحد عاطف  دويم مقام او محمد عارف بسام دريم مقام او دداستان ، په  برخه کې فاطمې خاوري  ، غلام سخي کيانوش  اونور محمد علي چوپاني  په ترتيب سره لومړى دويم او دريم مقامونه وکتل.
ددغه جشن په پاى کې ګټوونکو ته نغدي جايزې او تنديس  او د جشن  نورو برخه والو ته ستاين ليکونه  او سوغاتونه ورکړى شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته