سیاست

دستري محکمې دغونډو سالونونه پرانستل شو ل .

کابل باختر د کب اتمه

دستري محکمې  دغونډو دسالونونو کمپلکس نن دقاضي القضات او دستري محکمې دسرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي  له خوا پرانستل شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې،  قاضي القضات  او دستري محکمې سرپرست دلنډو خبرو په ترڅه کې  ددغه کمپلکس  پرانستل ستري محکمې ته  يو ستر برياليتوب وباله اوزياته يې کړه، په داسې  شرايطو کې چې قضاييه قوي دنورو دولتي مرکزونو په شان دديرش کلنو جګړو له امله زيانمنه شوې ده د هغې داړتيا وړ ودانيو بيا جوړول او ودانول يو مهم لومړيتوب  دى چې موږ په دې بريالي کوي  په راتلونکو پنځو کلونوکې  ددارالامان په ساحه کې دستري محکمې داساسي وداني تر جوړيدو اوبشپړ کيدو پورې  قضايي غونډې،   سيمينارونه  او کنفرانسونه په دغو سالونونوکې  جوړ کړو اوله دې پلوه ستونزې  لري کړو. قاضي القضات له وخت څخه په ګټې اخستنې سره ددغې پروژې له مسوولينو او انجنيرانو څخه مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته