ټولنه

دماشوم دادبياتو دانکشاف دمقررې طرحه وڅيړل شوه .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دافغانستان دماشوم دادبياتو دملي ټولنې دجوړولو دکميټې  غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه غونډه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکارانو ډاکتر طارق  رشاد اوليلا ساماني او داړوندو بنسټونو داستازو په ګډون جوړه شوه .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين او پاليسۍ دچارو سلاکار دلاور نذيرزوى دماشوم دادبياتو دانکشاف دمقررې  دطرحې په اړوند چې دده له خوا برابره شوې وه تصويري معلومات وړاندې کړل .
ده وويل چې ددغې مقررې طرحه دافغانستان دماشوم د ادبياتو دښه والي او انکشاف  په خاطر په پنځو فصلونو او پنځه ويشتو مادو کې برابره شوې ده .
نذير زوى څرګنده کړه چې ددغې مقررې  په هدفونو کې  دهېواد دماشوم دادبياتو انکشاف دبرخې په فعاليتونو پورې داړوندو چارو تنظيم ، دماشومانو دادبي او هنري حقوقو ملاتړ ، دافغانستان دماشوم دادبياتو دملي ټولنې د جوړولو او فعاليت دزمينې برابرول ، دماشوم دادبياتو په باب  دخپرونو او دنورو چاپي اثارو رواجول او پراختيا دخبرو ، ليکنې ، رسم ، تصوير ، په کسټ کې  دثبت ، تمثيل ، حرکت  او دنورو علمي ادبي، هنري او فرهنګي پديدو په واسطه ماشومانو ته دادبياتو دتوليد دمناسبو زمينو برابرول او دغه راز دماشوم  دادبياتو په برخه کې دګټورو اثارو دبرابرولو له لارې دماشومانو ملاتړ او دسالمې ودې دزمينې او دذهنونو  دروښانولو  دزمينو برابرول او ملاتړ شامل دى .
دغه راز په دې غونډه کې برخه والو دماشوم دادبياتو دانکشاف دمقررې دطرحې په اړوند خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته