ډاکه باختر د مرغومي شپږمه :
دبنګله ديش دحکومت دستر مخالف ګوند مشره خالده ضياپرون له هغه وروسته چې په دغه هيوادکې د مرغومي د مياشتې دپنځلسمې نيټې د انتخاباتو دګډوډيدوپه سبب دپراخ لاريون غوښتنه وکړه؛ په کورکې نظربنده شوه .
دبنګله ديش د نشنلست ګوند مرستيال شمشير مبين چوهدري وويل پوليس ددغه ګوند او فعالينو د مشرانو په ګډون هيچاته اجازه نه ورکوي چې له خالدې ضيا سره وګوري .
د ډسمبر د مياشتې د نهه ويشتمې نيټې لاريون به د دموکراسي په خاطر وي او حکومت دهغه دنه ترسره کيدو غوښتونکي دي.
خالدې ضيا له خپلو پلويانو څخه غوښتي دي چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ دې په پراخ لاريون لاس پورې کړي او په دغو له ملنډو ډکو انتخاباتوکې دې ګډون نه کوي .
دبنګله ديش نشنلست ګوند او شلونورو مخالفو ګوندونو له دغو انتخاباتو سره مقاطعه کړې ده .
د ډاکې ښار د کميسار مرستيال وايي چې خالده ضيا نه ده نيول شوې، خو د استازو د مجلس يوشمېر اوسني او پخواني استازي نيول شوي دي. خو د دې کورته څېرمه د امنيتي ځواکونو د ځاى پرځاى کولو هدف د امنيتي تدبيرونو د نيولو په توګه دى.
0 1 دقیقه لوستل