جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د داعش د ډلې يو ديرش تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د نويو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين او نازيانو په ولسواليوکې بريدونه وشول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونوکې يوديرش تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانوکله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، بريد وشو .
ويل کيږي، په دغو هوايي بريدونوکې دسيمو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ